د بښنې نړیوال سازمان په پاکستان کې د افغان کډوالو پر نیولو او ځورولو نیوکه کړې او د اسلام اباد دا کړنې یې له تبعیض ډکې او ناسمې بللې دي.
د دغه سازمان په بیان کې راغلي چې په اسلام اباد کې د شپې لخوا امنیتي ځواکونه کورونه پلټي او د ماشومانو او ښځو په ګډون یې په سلګونه افغان کډوال نیولي دي.
د راپورنو له مخې د روانې اوونۍ په لړ کې د اسلام اباد د پولیسو شاوخوا اته سوه افغان کډوال نیولي دي.
د ویلو ده چې په پاکستان کې د کډوالۍ برخې مسوولینو د تېرې سې شنبې په ورځ ویلي وو چې هغه افغانان له پاکستان څخه نه باسي چې ویزې لري او درېیمو هېوادونو ته د تګ په تمه دي.
بلخوا بیا د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې پاکستاني پولیسو هغه کسان هم نیولي چې ویزه لري او په پاکستان کې د استوګنې نور هم اسناد لري.