Home » افغانستان » د بنګله دیش علماوو په افغانستان کې روانه جګړه ناروا بللې ده
رویداد خبري آژانس

د بنګله دیش علماوو په افغانستان کې روانه جګړه ناروا بللې ده

بنګلدیشي علماوو په افغانستان کې روانه جګړه ناروا بللې ده

د بنګله دیش په پلازمینه داکه کې د افغانستان سفارت په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې،ددغه هېواد مخکښو علماوو له افغان حکومت او طالبانو غوښتي چې د روانې ناروا جګړې د پای لپاره دې ګامونه اوچت کړي.

رویداد خبري آژانس

دوی ویلي چې په افغانستان کې روانه جګړه ناروا او ورور وژنه ده.

دغه دیني علماوو همدا راز ویلي چې ځانمرګي بریدونه دې ودرول شي او ښکېلې خواوې دې ان دداسې کلماتو له کارولو ډده وکړي چې د جګړو د شدت او تاوتریخوالي سبب ګرځي.

رویداد خبري آژانس

بنګلدیشي علماوو د سولې په برخه کې د هڅو پر چټکتیا ټینګار کړی دی.

تر دې وړاندې هم ګڼو نړیوالو دیني او مذهبي بنسټونو په افغانستان کې اوسنۍ جګړه ناروا بللې او د پای ته رسېدو غوښتنه یې کړې ده.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...