Home » سپورټ » د بنګله دیش سره دریمه لوبه؛ ملي اتلان توپ وهنه کوي، راشد او سلیم کینول شوي

د بنګله دیش سره دریمه لوبه؛ ملي اتلان توپ وهنه کوي، راشد او سلیم کینول شوي

د بنګله دیش پر وړاندې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې دریمه او وروستۍ یوه ورځنۍ نړیواله لوبه شیبه وړاندې په چیتاګرام کې پیل شوه.

د لوبې پچه افغانستان وګټله او توپ وهنه یې غوره کړه.

دواړو لوبډلو په خپل یولس کسیز نوملړ کې ګڼ شمېر بدلونونه راوستي دي.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لپاره کین لاس ورو توپ اچونکي ضیا الرحمان اکبر او ښی لاس تیز توپ اچونکي عبدالرحمان ته د لومړي ځل لپاره د لوبېدو موقع ورکړل شوې ده.

په افغان لوبډله کې رحمان الله ګربز، ابراهیم ځدران، رحمت شاه، حشمت الله شهیدي، محمد نبي، نجیب ځدران، عظمت الله عمرزی، عبدالرحمان، ضیا الرحمان اکبر، مجیب ځدران او فضل الحق فاروقي لوبه کوي.

د بنګله دیش لوبډله کې محمد نعیم، لیټون ډاس، نجم الحسن شانتو، توحید هاریدي، شکیب الحسن، مشفق الرحیم، عافیف حسن، مهدي حسن میراز، تسکین احمد، شریف الاسلام او تایج الاسلام شامل دي.

دواړه لوبډلې هڅه کوي، څو دا لوبه وګټي، افغانستان هڅه کوي، څو وایټ واش ورکړي بنګله دیش ته او کوربه لوبډله هڅه کوي، چې لږ تر لږه د لوب لړۍ یوه لوبه وګټي

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...