د بنګلدېښ کرکټ بورډ پرون د ۲۰ اوریز نړیوال جام لپاره د ۱۵ لوبغاړو نوملړ اعلان کړی دی.
د دغه هېواد کرېکټ بورډ نجم الحسين د لوبډلمشر او تسکين احمد د مرستیال په ډول ټاکلي دي.
د ۲۰ اوریز نړیوال جام سيالۍ به راتلونکې جون مياشت په امريکا او ويسټ انډيز کې پيل شي.
د بنګلدېښ په لوبډله کې «ليتون کومار داس، سوميا سرکار، تنزيد حسن، شکيب الحسن، توحيد هردوی، محمدالله رياد، جاکيرعلي انیک، تنوير اسلام، شاک مهدي حسن، رشاد حسين، مستفيض الرحمان، شروف اسلام اوتنظيم حسن» شامل دي.