په هغه راپور کې چې د چهارشنبې په ورځ خپور شوی، د بندیانو د وضعیت د څار کمېټې ویلي دي چې پر شکنجې سربیره یو شمیر وژل شوي کسان تر ټپي کیدو وروسته د اغیزمنې درملنې د مخنیوي په پایله کې وژل شوي دي.
په دې راپور کې د دغو کسانو نومونه او د وژلو څرنګوالی روښانه شوی دی. د بندیانو د څار کمېټې په لنډه توګه د ایران د اسلامی جمهوریت په زندانونو کښې د شکنجو د قربانیانو په هکله رڼا اچولې.
د دې کمېټې د معلوماتو له مخې، د سقز ښار يو اوسیدونکې اسمعيل ديزور د جدي پر شپږمه په دغه ښار کې د ولسي لاريونونو په ترڅ کې ونيول شو او تر ١٢ ورځو وروسته يې جسد د سقق روغتون ته يووړل شو.
تر اوسه پوري ايراني چارواکو د دغو کسانو د وژنې مسووليت پر غاړه نه دى اخيستى او د هغوى د مړينې لامل يې «ځان وژنه» د زړه حمله او يا له لوړځاي څخه ټوپ وهل بللى دى.
کورنیو امنیتي بنسټونو د وژل شويو کسانو پر کورنيو ډېر فشار اچولی چې د خپلو کسانو د مړینې اصلي لامل پټ او یا دروغ ووايي. په ځینو مواردو کې د وژل شویو کسانو کورنۍ اړي شوي چې په پټه د خپلو اولادونو جسدونه ښخ کړي.