Home » سیمه او نړی » د بلوچستان په ساحلي ښار ګوادر کې ۱۴ پاکستاني عسکر وژل شوي
رویداد خبري آژانس

د بلوچستان په ساحلي ښار ګوادر کې ۱۴ پاکستاني عسکر وژل شوي

د پاکستان پوځ ویلي چې د بلوچستان په ساحلي ښار ګوادر کې پر امنیتي ځواکونو وسله وال برید کې ۱۴ پاکستاني عسکر وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي ادارې «ISPR» د اکتوبر پر ۱۵مه په اعلامیې کې ویلي چې تر دغه برید وروسته امنیتي سرتیرو سیمه محاصره کړې ده.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د پاکستاني سرتیرو په ډزو کې ګڼ شمېر وسله وال هم وژل شوي دي.

پاکستاني چارواکو ویلي چې یادو سرتیرو پرون پنجشنبه له ګوادر څخه کراچۍ ته د تېلو او ګازو موټرو د انتقال امنیت نیولی و چې د درندو او سپکو وسلو برید پرې شوی.

پوځي ادارې ویلي چې دا بریدونه په بلوچستان کې د سولې او قتصادي ثبات زیانمنېدو په هدف تر سره کیږي چې په وینا هیڅ کله به اجازه ورنه کړل شي.

د دغه برید مسؤلیت د خپلواکي غوښتونکو بلوڅانو د وسلوالو تنظیمونو اتحاد په غاړه اخیستې ده.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...