د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان په افغانستان کې د هر اړخيز وضعيت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره، له يو شمېر هېوادونو غوښتي چې پر طالبانو فشار زيات کړي.
دې بنسټ نن پنجشنبه د (غويي په ۲۹مه) په يوه خپره کړې اعلاميه کې د بشري حقون د څار نړيوال بنسټ د ښځو برخې مسوولې هيدر بار له قوله ويلي، چې د امريکا په شمول هند، اسټراليا او چاپان دې د يوې ګډې هوکړې له مخې پر طالبانو فشار راوړي، څو د نوموړې په ټکو طالبان له توهينوونکو کړنو او سياستونو په ځانګړې توګه له زدهکړو د نجونو منعه کول، د دوی پر سفر بنديز او د ښځو په برخه کې له نورو وضعه کړو بنديزونو په شا شي.
هيدر باز زياته کړې چې د يادو څلورو هېوادونو مشران دې په اسيا کې بشري ناورينونو او بشري حقونو ته د رسېدنې په موخه د خپلو تازه هڅو په اړه يوې ګډې هوکړې ته ورسېږي.
په همدې حال کې د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان د اسيا د ملاتړ برخې مسوول جان سيفټون ويلي، چې دغه څلور هېوادونه بايد په اسيا کې بشري ناورينونه د خپلو بحثونو مرکزيت وګرځوي.
نوموړي زياته کړې، چې د هر هېواد ناورين توپير لري؛ خو په افغانستان، ميانمار، شمالي کوريا او سريلانکا کې دې بشري حقونو موضوع ته په لومړيتوبونو کې ځای ورکړي.