Home » افغانستان » د بشري حقونو یو ځل بیا په هېواد کې ملکي مرګ ژوبله د جدي اندېښنې وړ بللې

د بشري حقونو یو ځل بیا په هېواد کې ملکي مرګ ژوبله د جدي اندېښنې وړ بللې

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون یو ځل بیا په هېواد کې ملکي مرګ ژوبله د جدي اندېښنې وړ بللې ده.

دافغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې په وروستیو کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتو او هدفي بریدونو کې ملکي مرګ ژوبله لوړه شوې ده او دا مسئله د جدي اندېښنې وړ ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دواړه لوري همدا راز د ملکي تلفاتو په اړه د تحقیقاتو په برخه کې هم همکاري نه کوي او هڅه کوي ددې ډول پېښو پړه پر یو بل واچوي.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون یو ځل بیا د جګړې پر ښکېلو لورو غږ کړی دی چې د اکثریت افغانانو خبرو ته دې غوږ شي، له جګړو دې لاس واخلي، تاوتریخوالی دې کم کړي او په هېواد کې دې د دایمي سولې او اوربند پر سر سره سلا شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

یونیسف د ارزګان له روغتیايي مرکزونو سره د درملو او نورو توکو مرسته وکړه

په افغانستان کې د ملګرو ...