Home » افغانستان » د بشري حقونو څار سازمان له ترکيې د افغان کډوالو د ايستلو بهير درول غوښتي

د بشري حقونو څار سازمان له ترکيې د افغان کډوالو د ايستلو بهير درول غوښتي

د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان يا Human’s rights watch په يوه تازه راپور کې د ترکيې حکومت له لوري له خپلې خاورې په زور د افغان پنا غوښتونکو د ايستلو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

دې سازمان په خپل راپور کې ويلي، که څه هم ترکيې په نړيوال کچه خپلې خاورې کې زيات شمېر پنا غوښتونکو ته ځای ورکړی، خو پر دې سربېره يې بيا هم د ايران او يا هم په مستقيمه توګه په الوتکو کې له خپلې خاورې څخه په زور د افغان کډوالو د ايستلو چارې ته دوام ورکړی دی.

د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان په راپور کې د ترکيې رسمي سرچينو په حواله ويل شوي، چې په روان ۲۰۲۲ زېږديز کال په لومړيو اتو مياشتو کې د ترکيې حکومت ۴۴زره ۷۶۸ تنه افغان پنا غوښتونکي له خپلې خاورې شړلي دي.

په راپور کې ويل شوي، د ترکيې حکومت پرته له دې چې د افغان پنا غوښتونکو غږ واوري او پوه شي چې ولې يې خپل هېواد پرېښی؟ له خپل هېواد وباسي او بېرته يې افغانستان ته ستنوي.

د راپور له مخې، دامهال له ترکيې څخه د افغان پنا اغوښتونکو د شړلو بهير چټک شوی او دا چټکتيا د تېر کال په پرتله ۱۵۰ سنله زياتوالی ښيي. راپور په ډاګه کوي چې په ترکيې کې مېشت افغان پنا غوښتونکي نه شي کولی دغلته د پنا غوښتې په موخه له نړيوالو ادارو سره ځان ثبت کړي.

د بشري حقونو د څار نړيوال سازما ادعا کړې، يو شمېر افغان ځوانان چې له خپلو کورنيو پرته سفر کوي د ترکي ځواکونو له لوري وهل شوي او ځورول شوي دي. نوموړي سازمان د ترکيې له حکومت غوښتنه کړې چې په سم‌لاسي توګه د افغان پنا غوښتونکو په زور ايستلو بهير ودروي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...