Home » افغانستان » د بشري حقونو څار سازمان: افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځيو بندېدل د خطر زنګ دی

د بشري حقونو څار سازمان: افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځيو بندېدل د خطر زنګ دی

د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان په افغانستان کې د اسلامي امارت د ژمنې خلاف د لوړو ټولګيو ښځينه زده‌کوونکو پرمخ د ښوونځيو بندېدو په اړه غبرګون ښودلی او ويلي يې دي چې دا کار د بشري حقونو پر ضد يو لوېدلی عمل دی.

د دې سازمان د ښځو برخې مسوولې هيدر بار نن چهارشنبه د (وري په ۳مه) په خپل ټوېټر کې لېکلي، د ښوونځيو د پرانيستو پرېکړې پرمهال داسې فکر کېده چې ګواکې طالبان بشري حقونو او د نجونو زده‌کړو ته په درناوي قايل دي؛ خو په خبره يې د دوی وروستي عمل دا ثابت کړه چې ياده ډله برعکس عمل کوي.

نوموړې که څه هم په دې وضاحت نه دی ورکړی؛ خو ويلي يې دي چې د نجونو پرمخ د ښوونځيو بندول د خطر يو زنګ دی. هيدر بار ويلي، که طالبانو نجونو ته د زده‌کړو پيلولو اجازه ورکړې وی، نو فکر به کېده چې ياده ډله سولې ته د رسېدو، مشروعيت ترلاسه کولو او دغه راز بشري حقونو ته د درناوي په لټه کې ده.

که څه هم نن چهارشنبه په ټول افغانستان کې ښوونيز کال پرانيستل شو؛ خو په اکثره ولايتونو کې له شپږم ټولګي څخه د پورته ټولګيو ښځينه زده‌کوونکو ته د زده‌کړو پيلولو اجازه ور نه کړل شوه.

دغه کار د عام ولس له نيوکو سره مخ دی او حکومت تورنوي چې په يوه او بله پلمه د نجونو د زده‌کړو پر وړاندې خنډونه مطرح کوي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...