د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان وړانديز کړی چې ملګري ملتونه دې په افغانستان کې د ط البانو له لوري پر ښځو وضعه شوي بنديزونه او دغه راز دې د هدفي وژنو پېښې وڅېړي.
روېټرز خبري اژانس د دغه سازمان عمومي منشي ميرمن اګنېس کالامارډ په حواله ويلي، په يادو دوو برخو کې د څېړنو په موخه دې يوه داسې ډله تشکيل شي چې د نوموړي ماموريت د بشپړاوي په موخه کافي سرچينې په واک کې ولري.
نوموړې زياته کړې چې دغه کار د عدالت د تامين ترڅنګ بايد په دې موخه هم وشي، څو د ط البانو اسلامي تحريک وپوهېږي چې بشري جرمونه د نړيوالو له سترګو پټ نه شي پاتې کېدای.
د ط البانو اسلامي تحريک د زدهکړو او کار کولو په برخو کې پر ښځو د محدوديتونو وضعه کولو ترڅنګ پر دې هم تورن دی، چې د ښځو پر سولهييزو اعتراضونو يې تشدد کړی او دغه راز يې د افغانستان په يو شمېر سيمو کې پر عامې بښنې سربېره خپلسرې وژنې هم کړي دي.