Home » افغانستان » د بشري حقونو خپلواک کمېسیون: هلمند کې هوايي برید لسو ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون: هلمند کې هوايي برید لسو ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي دوي څېړنې کړي، د څېړنې پایلې ښیي چې د روانې مرغومې میاشتې پر ۱۷مه د هلمند مرکز لښکرګاه کې پر وسله والو طالبانو د هوایي برید په ترڅ کې لسو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د بشري حقونو کمېسیون زیاته کړه په دغه هوايي برید کې چې پکې ۵ تنه ملکي وګړي وژل شوي درې یې ماشومان دي.

یاد کمېسیون همدارنګه وویل په ۵ تنه نورو ټپیانو ۴ ښځې دي.  

پر ملکي وګړو یاد هوايي برید د بشري حقونو کمېسیون لخوا غندل شوی او له حکومت څخه یې په اړه د څېړنو غوښتنه کړې ده.

په افغانستان کې د ملکي تلفاتو په اړه دا راپورونه پر داسې مهال خپریږي چې په دغه هیواد کې د جګړې ختمېدو په اړه د سولې دوهم پړاو خبرو ته هیلې زیاتې شوي دي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...