د ایران ولسمشر حسن روحاني له خپل هېوادوالو څخه بښنه غوښتې او په دغه هېواد کې یې د برېښنا د پرچاو کېدو له امله د خلکو اعتراضونو ته درناوی کړی.
روحاني پرون د سې شنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۵ مه نېټه) اعتراضکوونکو ته د «ګران» کلمه وکاروله او زیاته یې کړه چې دی د برښنا د پرچاو کېدو په خاطر ترې بښنه غواړي.
روحاني زیاته کړې، چې دی د خپلو خلکو ستونزې درک کوي او په دې تړاو یې له برېښنا وزارت څخه جدي توضیحات غوښتي.
بلخوا بیا د دې هېواد چارواکو د برښنا د پرچاوۍ تر ټولو لوی علت د خلکو زیاته تقاضا بللې او ویلي یې دي، چې د برېښنا د تولید ظرفیت کم، خو د خلکو غوښتنې زیاتې دي.
چارواکو تور پورې کړی، چې ځینې کسان په غیرقانوني توګه دوامداره برښنا استفاده کوي.
د ایران د رسنیو په خبره، د دغه هېواد په ډېرو ښارونو کې د برېښنا د پرچاوۍ ستونزه پیدا شوه، چې له امله یې ډېرو خلکو په پراخه اعتراضونو لاس پورې کړ.
اعتراضکوونکو د شدیدې ګرمۍ پر مهال د برښنا پرچاوېدو ستونزه جدي ګڼلې او له دولته یې غوښتي چې ژر تر ژره یې حللاره پيدا کړي.