د برېتانیا فوټبال غوره لیګ د اوویشتمې اوونۍ په لړ کې مانچستر سیټي لوبډلې مهمه لوبه وګټله، مانچستر سیټي په دې حساسه لوبه کې مانچسټر یونایټیډ لوبډلې درې پر یو ماتې ورکړه.
دا لوبه تېره شپه د یکشنبې ۱۳ کب په اتحاد لوبغالي کې د دواړو لوبډله ترمنځ وشوه.
ددې لوبې په اتمه دقیقه کې د یوناټیډ لوبغاړي مارکوس رشفورډ ګول سره له سیټي مخکې شوه او لومړی نیمايي یې وګټله.
د سیالۍ په دویمه نیمايي کې لوبه بدله شوه فیل فودن دوه ځلې په ۵۶ مه او ۸۰ مه دقیقه کې د سیټي لپاره ګولونه وکړه او ارلینګ هالند هم په ۹۱ مه دقیقه کې د مانچسټر سیټي په ګټه ګول وکړ.
د برېتانیا فوټبال غوره لیګ په لړ کې لیور پول له ۶۳ امتیازاتو سره لومړی، مانچستر سیټي ۶۲ امتیازاتو سره دویم او ارسنال لوبډله ۵۸ امتیازاتو سره درېیم مقام خپل کړی.