Home » افغانستان » د برېتانيې پارلمان له پوځ په افغانستان کې د ترسره کړو جرمونو ځواب غوښتی

د برېتانيې پارلمان له پوځ په افغانستان کې د ترسره کړو جرمونو ځواب غوښتی

وروسته له هغې چې بي‌بي‌سي په افغانستان کې د بريتانوي ځواکونو له لوري د ترسره شوو جرمونو په اړه راپور خپور کړ، اوس د دې هېواد د پارلمان ځينو غړو غوښتنه کړې، چې د برېتانيې پوځ دې يادو ادعاوو ته ځواب ووايي.

د جرمي کوربين په نوم د برېتانيې د پارلمان يوه غړي ويلي، د برېتانيې ځانګړي ځواکونه دې هم د لکه د دې هېواد د نورو ځواکونو په څېر د خپلو ادعا شوو جرمونو په اړه مسوول عمل وکړي.

نوموړي زياته کړې، چې ځانګړي ځواکونه دې هم په افغانستان کې د جرمونو ترسره کولو په اړه شوو ادعاوو او يا هم په افغانستان کې د خپل ترسره کړي عمل لپاره ځواب ويوونکي و اوسي.

بي‌بي‌سي تېره اوونۍ په يوه څېړنيز راپور کې ادعا وکړه، چې د برېتانيې ځانګړو ځواکونو په ۲۰۱۰ زېږديز کال کې ۵۴ ملکي وګړي په افغانستان کې په ناقانونه توګه وژلي دي.

بي‌بي‌سي په خپل راپور کې ويلي، داسې اسناد او شوهد يې ترلاسه کړي چې ښيي د برېتانيې ځانګړو ځواکونو په افغانستان کې د ترسره کړو وژنو د څېړنو په اړه مدافع اسناد نه دي وړاندې کړي.

خو د برېتانيې دفاع وزارت بيا د دې راپور په غبرګون کې ويلي، چې ځواکونو يې په افغانستان کې په ميړانه او مسلکي توګه خدمت کړی او په خبره يې، دغلته د برېتانوي ځواکونو د کار موده له لوړو معيارونو سره برابره وه.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...