Home » سیمه او نړی » د برېتانيې ملکې اليزابت دويمې د جنازې مراسم نن ترسره کېږي

د برېتانيې ملکې اليزابت دويمې د جنازې مراسم نن ترسره کېږي

ټاکل شوې چې نن دوشنبه د (وږي په ۲۸مه) د برېتانيې د ملکې اليزابت دويمې د جنازې مراسم د يو لړ دولتي رسمي مراسمو په ترڅ کې ترسره شي.

دغه مراسم چې پر ټلوېزونونو به هم ښودل کېږي، په ځايي وخت سهار مهال ۱۱بجې د لندن اړوند په ويسټ منسټر ابي کې ترسره شي او کابو ۲زره کسان به په کې ګډون وکړي.

د جنازې تابوت د لېږدولو پرمهال به سلګونه زره کسان له ملکې سره د تل لپاره د خدای په امانۍ په موخه د لندن په واټونو کې ولاړ وي.

د ملکي اليزابت دويمې د جنازې دې مراسمو ته د ګڼو هېوادونو مشران او د شاهي کورنيو غړي له پرون راهيسې لندن ته رسيدلي دي. د نوموړې د جنازې مراسمو له امله په برېتانيې کې عمومي رخصتي اعلان شوې ده.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...