ګارډين ورځپاڼې راپور ورکړی چې د برېتانيې د سيوري حکومت بهرنيو چارو وزير (The shadow foreign secretary) ډيوېډ لمي پرون چهارشنبه ناوخته د (غبرګولي په ۱۹مه) په يوه نا اعلان شوي سفر کابل ته راغلی دی.
د برېتانيې د سيوري حکومت د نوموړي هېواد په پارلمان کې د حکومت سياسي مخالف لوري يا اپوزېسيون لخوا جوړېږي او د تشکيلاتو بڼه يې هم واکمن حکومت ته ورته ده.
ورځپاڼې زياته کړې، چې لمي کابل ته د خپل دې سفر موخه په افغانستان کې بشري ناورين ته د برېتانيې پاملرنه ښودلې او ويلي يې دي چې په تېر اوړي کې له افغانستان څخه د برېتانوي ځواکونو له وتلو وروسته، د نړيوال امنيت خونديتوب کم شوی دی.
نوموړي زياته کړې، چې اوسمهال ميليونونه افغانان له لوږې سره مخ دي او په خبره يې د لوږې شدت تر دې کچې دی، چې يو شمېر کسان د خپل بدن د غړو پلورلو ته هم تيار شوي دي.
ډيوېډ لمي ويلي، چې د برېتانيې حکومت بايد له عامو افغانانو سره د مرستې کولو په برخه ژمن وي او په دې هېواد کې د لوږې ناورين ته د رسېدونې په موخه بايد يوه منظمه تګلار تدوين کړي.
ګارډين په دې اړه خپل راپور کې زياته کړې، له افغانستان سره د نړيوالو نغدي مرستې له هغه څه ډېرې کمې وې، چې افغانانو ورته اړتيا لرله.
ډيوېډ لمي داسې مهال افغانستان ته د يوه لوړپوړي برېتانوي پلاوي په توګه سفر کوي، چې موده وړاندې د برېتانيې پارلمان له افغانستان څخه د دې هېواد د ځواکونو وتل بې مسووليت او بحراني بللي وو.
پارلمان په دې اړه زياته کړې وه، چې له افغانستان څخه په مسووله توګه د برېتانوي ځواکونو وتلو په تړاو بهرنيو چارو او دفاع وراتونو واضېح تګلاره نه درلوده.