Home » افغانستان » د بریتانیا پارلمان د دفاعي کمېټې مشر: بریتانیا دې کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي

د بریتانیا پارلمان د دفاعي کمېټې مشر: بریتانیا دې کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي

د بریتانیا پارلمان د دفاعي کمېټې مشر ټوبیاس ایلووډ وايي، بریتانیا باید په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي او له طالبانو سره خبرې پیل کړي.

ښاغلي ایلووډ چې تازه د افغانستان له سفره راستون شوی، ټېلېګراف ورځپاڼې ته مقاله کې ليکلي چې هغه جدي پرمختګ کتلی او باوري دی چې اوس د دې وخت را رسېدلی چې له طالبانو سره خبرې پیل شي که څه هم دا به ډېرو ته ښه نه ښکاري.

ټوبیاس اېلووډ د بریتانیا د واکمن محافظه کار ګوند سیاستوال دی.

هغه چې ورور يې هم نږدې شل کاله وړاندې د سخت‌ دریځو اسلامپالو وژلی، زیاته کړې، دا ګامونه د دې لپاره حیاتي دي چې افغانستان بیا د بې ثباتۍ، ترهګرۍ او ډله‌ييزې کډوالۍ بل پړاو ته د ننه نشي.

د بریتانیا په ګډون یوه هېواد هم لا د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

خو د روسیې، چین او پاکستان په ګډون د سیمې او نړۍ ځینو هېوادونو وار له مخه په کابل کې خپل سفارتونه پرانیستي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په وار وار ویلي، چې دوی له نړۍ سره ښه اړیکې غواړي او حکومت دې یې په رسمیت وپېژندل شي.‌

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...