د ټیلګراف ورځپاڼې راپور ورکړی چې د بریټانیا نوي لومړي وزیر کییر سټارمر د خپلې دندې په لومړۍ ورځ روانډا ته د ناقانونه کډوالو د ایستلو پلان لغوه کړی دی.
د دې پلان له مخې به هغه پناه غوښتونکي چې له ناقانونه لارو بريټانيا ته رسېدلي، له روانډا څخه و ایستل شي.
د روانډا سره د برټانیا معاملې د برټانیا لږ تر لږه نیم میلیارد ډالر مصرف کړي، خو د عمومي ټاکنو په وخت کې، هېڅ کډوال په زور سره روانډا ته نه دي لېږدول شوي.
د برتانیا نوي لومړي وزیر لا دمخه ژمنه کړې چې روانډا ته د کډوالو د ایستلو پلان لغوه کړي، خو د دې په پام کې نیولو سره چې د کډوالۍ مسله یوه مهمه ټاکنیزه مسله ده، کارپوهان وايي چې نوی حکومت به تر ډېر فشار لاندې وي چې د پناه غوښتونکو د غیر قانوني ننوتلو د مخنیوي لپاره یوه لاره ومومي.
د برټانیا د حکومت شمېرې ښيي چې په ۲۰۲۲ کال کې شاوخوا ۴۶ زره کسان د مانش کانال له لارې برټانیا ته دننه شوي، خو دا شمېر په ۲۰۲۳ کال کې شاوخوا ۳۰ زرو ته راښکته شو.