د بریتانیا د سلطنتي کورنۍ ماڼۍ «باکینګهام» ویلي، چې د دوی پاچا، درېیم چارلز په سرطان ناروغۍ اخته شوی دی.
باکینګهام ماڼۍ دوشنې د سلواغې ۱۶مه په یوه بیانیه کې ویلي چې درېیم چارلز په سرطان اخته دی له همدې امله به د خپلې درملنې پرمهال له خپلو عمومي دندو څخه لرې وي.
د یادې ماڼۍ په بیانیه کې ویل شوي دي چې درېیم چارلز پرون ورځ په منظم ډول خپله درملنه پیل کړې او ډاکټرانو هم ورته ویلي چې په دې وخت به له خپلو عمومي مسوولیتونو لرې اوسي.
د بي بي سي د راپور له مخې چې د بریټانیا پاچا به د یاد هېواد له صدراعظم سره خپلو کتنو ته دوام ورکړي.
د باکینګهام په بیانیه کې دا هم راغلي چې چالز د خپلې درملې لپاره هیله مند دی او په ډېر شوق په تمه دی چې بېرته خپلو عمومي دندو ته راوګرځي.
د یادولو وړ ده چې د بريټانیا ۷۵کلن پاچا پروسږ کال د مور یعنې دویمې ملکې الیزابت له مرګ وروسته د یاد هېواد پاچا شو.