Home » سیمه او نړی » د برازیل پخوانی دفاع وزیر د پوځي کودتا په تور نیول شوی

د برازیل پخوانی دفاع وزیر د پوځي کودتا په تور نیول شوی

بهرنیو رسینو خبر ورکړی چې د برازیل پخوانی دفاع وزیر والټر براګانېټو یاد هېواد کې د پوځي کودتا هڅو په تور نیول شوی دی.

د راپورونو له مخې، نوموړي برازیلي پولیس په دغه هېواد کې د کودتا په موخه په یوې څېړنه کې د لاسوهنې په تور نیولی دی.

راپورونه زیاتوي چې نوموړي په دې تورن دی چې دغه هیواد کې د کودتا د تنظیم او تمویل هڅه یې کړې.

د مالوماتو له مخې د دې هېواد پخواني لومړي وزیر تېر کال هم پلان درلود، چې کودتا وکړي او په ترڅ کې یې د برازیل ولسمشر ووژني.

د برازیل پخوانی دفاع وزیر والټر براګانېټو په ۲۰۲۲ کال کې د برازیل د اوسني ولسمشر پروړاندې په ټاکنو کې ماته خوړلې وه او اوس یې هڅه کوله، چې د پوځي کودتا له لارې واک ته ورسېږي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

نتانیاهو: که حماس پاتې برمته شوي کسان راخوشي نه کړي بیا غزې ته ستنیږو

د اسراییلو صداعظم بنیامین نتانیاهو ...