Home » سپورټ » د بدن ښکلا په سیالیو کې افغان لوبغاړي د سرو زرو مډال وګاټه

د بدن ښکلا په سیالیو کې افغان لوبغاړي د سرو زرو مډال وګاټه

د سویډن په کوربه توب د بدن د ښکلا په یو لړ نړیوالو سیالیو کې افغان لوبغاړي شریف علي خان د سرو زرو مډال وګاټه.

د افغانستان د باډي بلډینګ یا د بدن د ښکلا فدراسیون په خپل فېسبوک خبر ورکړی چې شریف علي خان د سویډن په ګرنډ پریکس سیالیو کې چې د نړیوالو لوبو ورتګ سیالۍ هم وې په اتیا کیلو وزن سره د سرو زرو مډال ګټلی دی.

همدارنګه بل افغان لوبغاړي زمري احمدي په فیزیک سپورټ رشته کې دویم مقام خپل کړی او د نقرې مډال یې په غاړه کړی دی.

د سویډن ګرنډ پریکس سیالۍ پرون ختمې شوي او په کې په سویډن سربېره د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو لسګونه لوبغاړو ګډون کړی دی.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...