د متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن ادارې له افغانستان څخه په ۲۰۲۱ کال کې د امریکايي ځواکونو د بې نظمه وتلو پړه د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په غاړه اچولې ده.
سپینې ماڼۍ د پنج شنبې په ورځ اپریل شپږمه (وري ۱۷) په افغانستان کې د امریکا د ۲۰ کلنې جګړې د ورستیو دوو کلونو په اړه د تر سره شوې څېړنې د راپور لنډیز خپور کړ. په راپور کې د بایډن ادارې د افغانستان په اړه د خپلو اقداماتو مسولیت تر ډېره نه دی منلی او ویلي یې دي چې د ټرمپ پرېکړو د بایډن انتخاب او اختیار “سخت محدود” کړی وو.
په راپور کې منل شوې چې له افغانستان څخه د امریکایانو او د هغوی د متحدینو د ایستلو بهیر باید له وخته پیل شوی وای خو په دې برخه کې د ځنډ راتلو پړه یې د افغانستان پر حکومت او پوځ او همدارنګه د امریکا د پوځ او استخباراتي ادارو په ارزونو اچولې ده.
د راپور دغه لنډیز کومې خپلواکې ادارې نه دی لیکلی، بلکې په سپینه ماڼۍ کې د ملي امنیت د شورا له خوا چمتو شوی دی. سپینې ماڼۍ ویلي چې د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو له خوا د ترسره شوې څېړنې بشپړ راپور چې د پنجشنبې په ورځ په خصوصي ډول کانګرس ته استول شوی، محرم دی او په عامه ډول نه خپریږي.
د سپینې ماڼۍ له خوا په خپاره شوي د راپور په لنډیز کې راغلي چې “له افغانستان څخه د وتلو د څرنګوالي په اړه د ولسمشر بایډن انتخابونه د هغه څخه د مخکیني ولسمشر له خوا جوړو شویو شرایطو سخت محود کړي وو” او زیاته کړې یې ده، کله چې بایډن ولسمشر شو، “طالبانو د ۲۰۰۱ راهیسې تر ټول زیات پوځي توان درلود او د هېواد شاوخوا نیمايي برخه یې تر واک او یا هم تر تهدید لاندې وه.”
پخواني ولسمشر ټرمپ له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو راهیسې په وار وار د امریکايي ځواکونو د وتلو په بهیر نیوکه کړې ده. نوموړي په تېر اګست کې په واشنګټن کې د “لومړي امریکا اجنډا” تر عنوان لاندې غونډې ته په وینا کې وویل: “موږ هغه ملت یو چې په افغانستان کې تسلیم شوو. وژل شوي سرتېري، امریکايي وګړي او د ۸۵ میلیارد ډالرو په ارزښت د نړۍ تر ټولو غوره نظامي تجهیزات مو تر شا پرېښودل.”
د سپینې ماڼۍ په راپور کې، د جګړې لپاره د افغان پوځ د چمتوالي په اړه د استخباراتي ادارو د خوشبینانه ارزونو پړه منل شوې او ویل شوي چې بایډن له افغانستان څخه د ځواکونو د وتلو د سرعت لپاره د پوځ د قوماندانانو سپارښتنې تعقیب کړي دي.
د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي د پنجشنبې په ورځ وویل: “ښکاره ده چې موږ کار په سمه توګه ترسره نکړ.” خو نوموړي دې پوښتنې ته ځواب ورنکړ چې ایا بایډن له افغانستان څخه د وتلو په تړاو پر خپلو پرېکړو او اقداماتو پښېمانه دی.
کربي د راپور په اړه وویل چې “هدف حساب ورکول نه دي”، بلکې پدې پوهېدل دي چې څه پېښ شول ترڅو په راتلونکي کې د تصمیمونو په نیولو کې ورڅخه استفاده وشي.
د امریکا په کانګرس کې جمهوري غوښتونکو له افغانستان څخه د امریکايي پوځیانو پر وتلو سختې نیوکې کړي او په ځانګړي ډول یې د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې هغه ځانمرګی برید یاد کړی چې د کابل په هوايي ډګر کې یې ۱۳ امریکايي سرتیري او تر سلو ډېر افغانان ووژل.