Home » افغانستان » د ا.ا د چارواکو لخوا د امو حوزې نږدې شپېته زره ټنه خام تېل وپلورل شول

د ا.ا د چارواکو لخوا د امو حوزې نږدې شپېته زره ټنه خام تېل وپلورل شول

د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چې له امو حوزې څخه یې ۶۰ زره ټنه تېل استخراج کړي او د شاوخوا ۳۳میلیون ډالرو په ارزښت پلورلي دي.

دغه وزارت سه شنبه د غبرګولی ۸مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه خام تېل د قشقري له سیمې استخراج شوي وو او د «داوطلبۍ» له لارې پلورل شوي دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي چې په دې دواطلبۍ کې ۱۸شرکتونو ګډون کړی و چې «یماپټرولیم» د لوړې بیې په ویلو سره بریالی اعلان شوی دی.

د ا.ا چارواکو د تېر کال په وروستیو کې اعلان کړی و چې د امو حوزې د ورځیني استخراج کچه یو زره ۳۵۰ ټنو ته رسېدلې ده.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند، همایون افغان ویلي وو چې د ۲۰۲۴ کال تر پایه به ددې حوزې د استخراج کچه تر درې زرو ټنو پورې ورسېږي.

د امو د تېلو حوزه د هېواد په شمال، سرپل، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې موقعیت لري.

ا.ا د ۱۴۰۲ کال په جدې کې د دغو تېلو د استخراج لپاره له (CPEIC) چینايی شرکت سره قرارداد وکړ.

د دې قرارداد د اعتبار موده کابو ۲۵ کاله ده او ښایي چې په دې موده چې دغه چینايی شرکت د ۴ زره او ۵۰۰ متره مربع ځمکې پر مساحت د سرپل، جوزجان، فاریاب ولایتونو په قشقري، زمردسای، بازار کمي، اق‌دریا او انگوټ له سیمو تېل استخراج کړي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

هواپېژندنې اداره: په ۲۸ ولایتونو کې د واورې او باران اټکل شته

د ټرانسپورټ او هوايي چلند ...