Home » افغانستان » د ا.ا د پوځ مشر: د افغانستان هوایي حریم د امریکا لخوا اشغال دی

د ا.ا د پوځ مشر: د افغانستان هوایي حریم د امریکا لخوا اشغال دی

د ا.ا د پوځ لوی درستیز، فصیح الدین فطرت ویلي چې د افغانستان هوایي حریم لا هم د امریکا په کنټرول کې دی.

ښاغلي فطرت دا څرګندونې تېره شپه (سه‌شنبه د کب ۱۵مه) له طلوع نیوز سره په مرکه کې کړې دي.

فطرت په دې مرکه کې ویلي: “اوس هم کله ناکله بې پیلوټه الوتکې ګرځي او هوایي حریم تر دې مهاله د امریکا لخوا اشغال شوی.”

هغه زیاته کړې چې لا نه ده روښانه، خو کیدای شي دا بې پيلوټه الوتکې له کوم ګاونډي هېواد څخه افغانستان ته دننه شي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...