د اېتوپيا حکومت وروسته له هغې په ټېګري سيمه کې د يو اړخيز اوربند اعلان وکړ، چې دغلته د ټېګري د خلکو ازادۍ جبهې په نوم د وسلهوالې ډلې او حکومتي ځواکونو ترمنځ له ۸ مياشتو جګړې وروسته ياد وسلهوال د ټېګري مرکز ميکيل ته ننوتل.
د اېتوپيا حکومت له لوري د اوربند په اړه خپره شوې اعلاميه کې چې پرون دوشنبه د (چنګاښ په ۷مه) يې خپره کړې راغلي، چې دغه اوربند به په ټېګري کې د کرکيلي موسم تر پايه پورې دوام وکړي.
د اوربند له دې اعلان په ټېګري کې خلکو پراخ هرکلی کړی او له همدې کبله ډېر شمېر خلک لارو او کوڅو ته خوښۍ نمانځنې په موخه را ووتل.
په ورته وخت کې د ټېګري د خلکو ازادۍ جبهې يا TPLF هم خبر ورکړی چې د يادې سيمې مرکز ميکيل ښار د دې ډلې لاس ته ورغلی او حکومتي ځواکونه يې ترې په شا کړي دي.
په ټېګري کې د اېتوپيايي ځواکونو او وسلهوالو له لوري سختو جګړو لسګونه زره خلک له خپلو سيمو بې ځايه کړي او د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په دغه سيمه کې ۳۵۰تنه د خوړو او درملو له قحطۍ سره مخ دي.