Home » سیمه او نړی » د ایټالیا سواحلو کې د کډوالو یوه کښتۍ ډوبه شوې ده

د ایټالیا سواحلو کې د کډوالو یوه کښتۍ ډوبه شوې ده

ایرنا خبري اژانس د ایټالیا په سواحلو کې د ۲۰کډوالو د ډوبېدو خبر ورکړی دی.

سرچینه زیاتوي چې دغه کډوال په یوه وړه کښتۍ کې سپاره وو چې په مدیترانې سمندر کې ډوب شوي او یو تن مړ شوی دی.

په سمندر کې کب نیوونکي پر دې توانېدلي چې ۳۴ تنه کډوال په اوبو کې له ډوبېدو څخه وژغوري چې اته مېرمنې او شپږ ماشومان هم پکې شامل دي.

د ایټالیا د حکومت ساحل ساتونکو د ورکو شویو کسانو د پیدا کېدو لپاره هڅې پیل کړې دي. د ایټالیا حکومت ویلي چې د روان میلادي کال له پیله بیا تر اوسه ۳۶زره او ۶۰۰کډوال دغه هېواد ته دننه شوي دي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...