د ایران د جمهوري غوښتونکو اتحاد، فدایان خلق او د ایران د جمهوري غوښتونکو پیوستون سیاسي تنظیمونو د دغه هېواد د جون میاشتې د ولسمشرۍ ټاکنو د بابکاټ کېدو غوښتنه وکړه.
دې درېیو ګوندونو چې له ایرانه بهر مېشت دي، په یوه اعلامیه کې ویلي د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ګډون نهکوي.
دوی ویلي چې په ایران کې نهیوازې دا ځل، بلکې په تېرو دورو کې هم ټاکنې ازاد نهو.
دوی ویلي چې راتلونکي ټاکنې مخکې تر مخکې طراحي شوي او حتی د اوسني نظام ډېر نږدې کسان نهدي پرېښودل شوي چې ځانونه کاندید کړي.
تر دې وړاندې د ایران پخواني ولسمشر محمود احمدي نژاد هم اعلان کړی و چې د ولسمشرۍ انتخابات بایکاټ کوي.
د ایران د انتخاباتو لپاره د احمدي نژاد ترڅنګ د ایران د پارلمان پخواني رئيس او د ولسمشر د یوه مرستیال په شمول ۵۹۲ تنو ځانونه کاندید کړي وو، خو د دغه هېواد شورای نګهبان له ۷ تنو پرته نور ټول رد کړل.