Home » سیمه او نړی » د ایران ولسمشر: له ولسمشرۍ نه د ډونالډ ټرمپ په لیرې کیدو خوشحاله یم

د ایران ولسمشر: له ولسمشرۍ نه د ډونالډ ټرمپ په لیرې کیدو خوشحاله یم

د بهرني رسنیو د راپورونو له مخې د ایران هېواد ولسمشر حسن روحاني نن په یوه غونډه کې وویل چې سپینې ماڼۍ ته د امریکا منتخب ولسمشر جوبایډن په راتګ خوشحاله نه یم، خو د ډونالډ ټرمپ په تګ خوشحاله یم.

د یاد هېواد ولسمشر حسن روحاني وايي ډونالډ ټرمپ تر ټولو یاغي ترین او قانون ماتونکی کس دی.

نوموړي وویل د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دومره یاغي دی چې آن د واکسین اخیستلو کې یې هم زړه سوی ونه کړ.

روحاني زیاته کړه د ۱+۵ هېوادونو سره پر هوکړه اوس هم ژمن دی، دی زیاتوي که دوی مخکینۍ هوکړې ته راوګرځي، موږ به هم په هماغه وخت خپلو ټولو ژمنو ته راګرځو.

حسن روحاني دا هم ویلي د امریکا راتلونکي دولت ته لار پرانیستې ده، که سمه لاره یې وغوښته موږ ورته چمتو او اماده یو او که غلطه لاره یې غوره کړه بیا هم ورته تیار یو.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ایران په ۲۰۲۴کال کې شاوخوا ۹۰۱ کسان اعدام کړي

د بشري حقونو یو سازمان ...