ایراني رسینو خبر ورکړی چې ټاکل شوې د دغه هېواد ولسمشر مسعود پزشکیان راتلوونکې اوونۍ امریکا ته سفر وکړي.
د ایران «اندیشه معاصر خبري اژانس» دغه خبر د ایراني چارواکو له قوله خپور کړی او ویلی یې دي چې پزشکیان به د راتلوونکې یکشنبې په ورځ امریکا ته سفر وکړي.
سرچینې زیاته کړې چې د نوموړي د دې سفر موخه په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کې ګډون دی.
ټاکل شوې پزشکیان به د راتلوونکې اوونۍ د شنبې په ورځ د «رهبرانو او راتلونکې» تر نامه لاندې د عمومي اسمبلۍ په غونډه کې هم وینا وکړي.
د ایران ولسمشر داسې مهال امریکا ته سفر کوي چې په دې وروستیو کې د اتومي فعالیتونو او نورو سیاسي ناندریو له کبله د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې تر بل هر وخت ترینګلې شوې دي.