د ایران مذهبي مشرعلي خامنهیي وایي، اماراتو له اسرایلو سره د اړیکو په عادي کولو سره له ټولو اسلامي هیوادونو سره ستر خیانت وکړ.
خامنهیي وایي، اماراتو نه یوازې له عرب هیوادونو او فلسطینیانو سره بلکې له ټولې اسلامي نړۍ سره یې خیانت وکړ.
نوموړي دغه راز ویلي، په ډېر لنډ وخت کې به اماراتو ته معلومه شي چې ډېره لویه تېروتنه یې وکړه چې د امریکا په معمولي غوښتنه یې له اسرایلو سره اړیکې جوړې کړې.
دا په داسې حال کې ده اماراتو او اسرایلو د امریکا په منځګړیتوب په خپلو کې اړیکې عادي حالت ته را ګرځولې او یو بل ته یې د دوه اړخیزو همکاریو ډاډ وکړی.