د ایران د ټاکنو مرکزي دفتر اعلان کړی چې د دې هېواد د څوارلسمې دورې ولسمشریزې ټاکنې د رایو له شمېرلو وروسته دویم پړاو ته تللې دي.
ایراني رسنيو نن شنبې د چنګاښ ۹مه د یاد هېواد د ټاکنو مرکزي دفتر د وياند له خولې راپور ورکړی چې د ولسمشرۍ ټاکنو د قانون له مخې هېڅ يو نوماند د مطلق اکثريت رایو په ترلاسه کولو نه دی توانېدلی.
په دې توګه به د اصلاح غوښتونکو ګوند نوماند، مسعود پزشکیان او د بنسټپالې ډلې نوماند، سعید جلیلي چې تر ټولو ډېرې رایې یې ګټلې دي، دویم پړاو ته ولاړ شي.
په دې ټاکنو کې مسعود پزشکیان ۱۰ میلیونه، ۴۱۵ زره او ۲۹۸ او سعید جلیلي ۹ میلیونه، ۴۷۳ زره او ۲۹۸ رایې ترلاسه کړې دي.
د ایران د ولسمشریزو ټاکنو دویم پړاو به د چنګاښ په ۱۵مه ترسره شي.