د ایران دولتي ټلویزیون، صدا او سیما (یکشنبې، د وږي ۱۱مه) د څېړنو وروستیو پایلو ته په کتو ویلي چې نامناسبه هوا او توند بادونه د ایران د پخواني ولسمشر ابراهیم رییسي د الوتکې د سقوط لامل شوي دي.
رییسي چې د جمهوري اسلامي د مشر، علي خامنهاي ځایناستی بللی شوی و، د ۲۰۲۴ کال د مې په ۱۹مه نېټه د ازربایجان پولې ته نږدې په یوه غرنۍ سیمه کې د الوتکې د سقوط له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د ایران دولتي ټلویزیون راپور ورکړی، چې د سقوط لامل په پسرلي کې د هوا خرابوالی، ستونزمن اقلیمي شرایط او له غره سره د هلیکوپټر ټکر ښودل شوی دی.
د ایران اردو هم په مې میاشت کې اعلان وکړ، هېڅ داسې اسناد نشته چې رییسي او ورسره شته کسانو د ایران د بهرنیو چارو د پخواني وزیر، امیر عبداللهیان په ګډون د دوی الوتکه د کوم جنایتکارانه فعالیت له امله سقوط کړی وي.
د ویلو ده چې د رییسي مړینه د ایران د ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کېدو لامل شوه او په پایله کې مسعود پزشکیان د ټاکنو په دویم پړاو کې د ایران د ولسمشر په توګه وټاکل شو.