Home » سیمه او نړی » د ایران د قضا مشر د ولسمشریزو ټاکنو ته ځان نوماند کړی
رویداد خبري آژانس
د قضا مشر ابراهیم رییسي

د ایران د قضا مشر د ولسمشریزو ټاکنو ته ځان نوماند کړی

د ایران د ولسمشرۍ په را روانو ټاکنو کې، د دغه هېواد د قضا مشر چې له تندلارو روحانیونو څخه دی ځان کاندید کړی.

ابراهیم رییسي چې د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي سره نژدې اړیکي لري پرون شنبه د احتمالي کاندیدانو د ثبت په وروستۍ ورځ اعلان وکړ چې د جون د اتمې په انتخاباتو کې به ودرېږي.

احتمالي کاندیدان شورای نګهبان تاییدوي او تمه ده چې دا شورا د روانې مې میاشتې په ۲۷مه نېټه د کاندیدانو وروستی فهرست اعلان کړي.

د احتمالي کاندیدانو په فهرست کې د پارلمان پخوانی رییس علي لاریجاني چې له مخکښو محافظه کارانو څخه دی، د پخواني ولسمشر علي اکبر هاشمي رفسنجاني مشر زوی محسن هاشمي رفسنجاني او ځینې نور کسان چې د سپاه پاسداران په انقلابي ځواک کې د کار سابقه لري هم شامل دي.

پخواني ولسمشر محموداحمدي نژاد هم د چهارشنبې په ورځ د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د سیالۍ لپاره خپل نوم ثبت کړ.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...