Home » سیمه او نړی » د ایران د دفاع وزارت پر تاسیساتو هوايي بریدونه شوي دي

د ایران د دفاع وزارت پر تاسیساتو هوايي بریدونه شوي دي

د ایران په بېلا بېلو سیمو کې د دفاع وزارت پر تاسیساتو د بې پیلوټه الوتکو لخوا هوايي بريدونه شوي دي.

د ایران دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا بریدونه تېره شپه په شاوخوا ۱۲ بجو شوي دي. سرچینې زیاته کړې چې په اصفهان کې د دفاع وزارت اړونده پر يوې ودانۍ هوايي برید شوی خو ځاني زيان يې نه درلود.

ایران وايي، له دې برید څو ساعته مخکې د اصفهان د مهماتو د تولید په يوه کارخونه کې یوه لویه چاودنه هم شوې ده.

دا چاودنه د ایران د دفاع وزارت اړوند د وسلو جوړولو یوه کارخونه کې شوې چې ویل کېږي چا ته په کې زیان نه دی اوښتی. ددفاع وزارت خبرپاڼه زیاتوي په دې چاودنه کې څوک نه دي وژل شوي خو دوه نورې بریدګرې بې پیلوټه الوتکې ويشتل شوې دي. د ایران دفاع وزارت د دغه برید د پړې ګوته کوم هېواد یا ډلې ته نه ده نيولې.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د اوربند د نوي وړاندیز له مخې حماس د ۳۴ برمته شويو کسانو خوشې کولو ته تیار دی

د حماس یو چارواکي (یکشنبې، ...