Home » سیمه او نړی » د ایراني ځواکونو په ډزو څلور پاکستاني اتباع وژل شوي

د ایراني ځواکونو په ډزو څلور پاکستاني اتباع وژل شوي

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د بلوچستان ایالت اړوند په «واشک» سرحدي ولسوالۍ کې د ایراني پوله‌ساتو په ډزو څلور پاکستانیان وژل شوي دي.

د ډان پاکستاني ورځپانې د خبر له مخې چې دا ډزې چهارشنبې (غبرګولي ۹مه) شوې چې له امله یې دوه نور پاکستاني اتباع ټپیان شوي هم دي.

دې رسنۍ د یو پاکستاني چارواکي په حواله لیکلي چې وژل شوي کسان په سرحدي سیمه د پاکستان په خاوره کې و او ایراني ځواکونو له پولې پرې ډزې کړې دي.

بلخوا د پاکستان یو سرحدي چارواکي ډان ورځپاڼې ته ویلي چې وژل شویو او ټپیانو له ایران څخه د نفتو په قاچاق کې لاس درلود.

په ټپیانو کې یو کس رسنیو ته ویلي چې دوی د نفتو یوې محمولې ته په تمه وو چې د ایراني ځواکونو لخوا پرې ډزې وشوې.

هغه ویلي چې په دې ډزو کې د څلور ایرانیانو په ګډون اته کسان وژل شوي او ایراني ځواکونو د خپلو اتباعو جسدونه له ځان سره وړي دي.

د یادولو ده چې ایراني او پاکستاني سرحدي چارواکو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...