ايرانيان پرون جمعه د (غبرګولي په ۲۸مه) د خپلې خوښې نوماند په ګټه د رايې کارونې په موخه د رايوو مرکزونو ته را ووتل.
د رايې اچونې په مرکزونو کې د ګڼې ګوڼې له امله له پرېکړې سره سم د رايې اچونې بهير تر څو نورو ساعتونو پورې وغځېد او له همدې کبله اټکل دی چې تر څو ساعتونو د يادو ټاکنو د پايلو اعلان هم وځنډېږي.
په داسې حال کې چې رايې شمېرنه لا هم دوام لري، خو خپرې شوې شمېرې ښيي چې تر دې مهاله د ايران ولسمشريزو ټاکنو نوماند ابراهيم رئيسي له خپلو نورو سيالانو مخکې دی.
رئيسي تر دې مهال د شمېرل شويو رايو له ډلې ۱۷.۵ سلنه رايې خپلې کړې چې دا کچه د نورو نوماندانو له لوري د رايو ترلاسه شويو شمېرو په پرتله لوړه کچه ده.
له ابراهيم رئيسي وروسته محسن رضايي، عبدالناصر همتي او امير حسېن قاضيزاده هغه مخکښ کسان دي، چې په ترتيب سر يې د ايران په ولسمشريزو ټاکنو کې د دويم، درېيم او څلورم نوماند په توګه رايې خپلې کړې دي.
که څه هم تر اوسه د يادو ټاکنو د وروستيو پايلو اعلان په اړه څه نه دي ويل شوي، خو د ايراني رسنيو د راپورونو له مخې ښايي د يادو ټاکنو وروستۍ پايله په راتلونکو څو ساعتونو کې اعلان شي.