Home » افغانستان » د ايران او ترکمنستان ولسمشرانو په افغانستان کې د ټول‌ګډونه دولت غوښتنه کړې

د ايران او ترکمنستان ولسمشرانو په افغانستان کې د ټول‌ګډونه دولت غوښتنه کړې

د ايران او ترکمنستان ولسمشرانو نن په تهران کې د ليدنې پرمهال د دوه اړخيزه مسايلو ترڅنګ، د سيمې او په ځانکړې توګه د افغانستان پر وضعيت هم خبرې کړي دي.

د ايران ولسمشر ابراهيم رئيسي نن چهارشنبه د (غبرګولي په ۲۵مه) له غرمې وړاندې د ترکمنستان له ولسمشر سردار بردي محمداوف سره په ګډ خبري کنفرانس کې، په افغانستان کې د يوه ټول‌شموله دولت پر رامنځته کولو ټينګار وکړ.

نوموړی وايي، باوري دی چې په افغانستان کې د ټولو سياسي ګوندونو او قشرونو د مشارکت له لارې داسې يو حکومت رامنځته شي، چې د دغه هېواد د خلکو له ارادې سره سم حکومت وکړي.

رئيسي زياته کړه، چې د افغانستان په تړاو ايران او ترکمنستان ګډ دريځ لري. نوموړي دا هم وويل چې په سيمه کې روانې ستونزې بايد په خپله د سيمې مشرانو له لوري حل شي نه د پروديو له لوري.

د رئيسي په باوري، په سيمه‌ييزو مسايلو کې د پرديو هېوادونو مداخله کولی شي چې ستونزې او مشکلات نو هم زيات کړي.

په همدې حال کې د ترکمنستان ولسمشر سردار بردي محمداوف وايي، تمه لري چې په افغانستان کې يو پياړی او پر پښو ولاړ حکومت رامنځته شي، څو د نوموړي په خبره په کورنيو او سيمه‌ييزو مسايلو کې فعال حضور ولري.

په افغانستان کې د يوه ټول‌ګدونه دولت رامنځته کېدل د سيمې او نړۍ هغه غوښتنه ده، چې اسلامي امارت ته يې د يوه مهم شرط په توګه وړاندې کړې.

د اسلامي امارت له بيا واک ته رسېدو نږدې لس مياشتې تېرېږي، خو تر اوسه د سيمې او نړۍ هېڅ هېواد له لوري يې سرپرست حکومت په رسميت نه دی پېژندل شوی.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...