Home » سیمه او نړی » د اوکراین په جګړه کې د منځګړیتوب لپاره د ترکیې وړاندیز د روسیې له خوا رد شو

د اوکراین په جګړه کې د منځګړیتوب لپاره د ترکیې وړاندیز د روسیې له خوا رد شو

د ترکیې ولسمشر، رجب طیب اردوغان د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته ویلي چې ترکیه کولای شي د مسکو او کییف ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره لاره هواره کړي او داسې عادلانه سوله ممکنه کړي چې د دواړو خواوو په ګټه وي.

د ترکیې د ولسمشرۍ دفتر پرون (چهارشنبې د چنګاښ۱۳مه) ویلي چې د دغه هېواد ولسمشر رجب طیب اردوغان او د هغه روسي سیال، ولادیمیر پوتین د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې سره کتلي او د اوکراین او غزې د جګړې د پای ته رسولو پر لارو چارو او همداراز د سوریې پر جګړې او له ترهګرۍ سره پر مبارزې یې خبرې کړې دي.

خو د پوتین ویاند، ډیمیټري پیسکوف دا احتمال رد کړی چې د ترکیې ولسمشر به د منځګړي په توګه کار وکړي.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا اردوغان کولی شي دا ډول رول ولوبوي، ښاغلي پیسکوف په یوه تلویزیوني مرکه کې ویلي: “نه، دا ممکنه نه ده.”

ترکیه د ناټو غړې ده چې د متحده ایالاتو په مشرۍ پوځي اتحاد دی، خو د ناټو د نورو مشرانو برعکس چې د پوتین پر حکومت یې بندیزونه لګولي دي، اردوغان هڅه کړې چې له روسیې او اوکراین سره ښې اړیکې وساتي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

نتانیاهو: که حماس پاتې برمته شوي کسان راخوشي نه کړي بیا غزې ته ستنیږو

د اسراییلو صداعظم بنیامین نتانیاهو ...