په اوکراین کې د سولې په اړه غونډه شنبه د غبرګولې ۲۶مه پیل شوه، نن هم ادامه لري چین او روسیې هېڅ استاری نه دی ورلېږلی.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي دا غونډه یوه ډیپلوماټیګ پرمختګ بللی او ویلي یې دي چې اوکراین هېڅکله د جګړې غوښتونکی نه و، بلکې دا جګړه په زور په اوکراین شوې ده.
په دې دوه ورځینۍ غونډه کې د ۱۰۱ هېوادونو او ملګروملتونو استازي راټول شوي وو، خو چین او روسیې د استازو نشتون د یو لوی پرمختګ بریالي کېدو امکان کم کړی دی.
پر اوکراین د روسیې برید د ۲۰۲۲کال د فبرورۍ په ۲۴مه پيل شو او څه باندې دوه کاله کېږي چې ادامه لري.