د اوکرایین د کورنیو چارو وزیر ‘دېنیس موناڅېرسکي’ په ګډون ۱۸ کسان د دغه هېواد پلازمېنې کیېف کې د یوې چورلکې غورځېدو پېښه کې وژل شوي دي.
دا چورلکه د پلازمېنې د ختیځ بروواري سیمې کې د یوه وړکتون څنګ ته راغورځېدلې ده.
رپوټونه وايي، په دې پېښه کې ۳ ماشومان هم وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي. له موناڅېرسکي سره دې چورلکه کې اته نور کسان سپاره وو.
چارواکو ويلي په دوی کې د کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو مرستیالان ‘یووګین ېنین’ او ‘یوري لوباکووېچ’ هم شامل دي.
د اوکرایین د ملي پولیسو مشر اېهور کلېنکو پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې غورځېدلې چورلکه د اوکرایین د بېړنیو خداماتو وزارت اړونده وه.
د کیېف سیمه ییزې پوځي ادارې مشر اولکسي کولیبا ويلي دې پېښه کې د ۱۸ کسانو پر وژل کېدو سربېره ۲۹ نور ټپیان دي.