Home » سیمه او نړی » د اوکراين پر زاپوريژيا اټومي بټۍ له لسو ډېرې چاودنې شوي

د اوکراين پر زاپوريژيا اټومي بټۍ له لسو ډېرې چاودنې شوي

د نړيوالو رسنيو د راپورونو له مخې، له پرون راهيسي تر نن دوشنبې د اروپا تر ټولو لويې اټومي بټۍ چې په اوکراين کې موقعيت لري، له لسو ډېرې چاودنې شوي دي.

دا بټۍ چې دامهال د روسي ځواکونو تر کنټرول لاندې ده، پرې د توپونو د بريدونو په پايله کې پرون او وړمه ورځ ۱۲ چاودنې شوي دي.

دا چاودنې د اټومي انرژۍ د نړيوال ادارې له توند غبرګون سره مخ شوي او له امله يې د خطرناکو عواقبو د پېښېدو خبرداری ورکړی دی.

د اټومي انرژۍ د نړيوالې ادارې رئيس رافيل ګروسي ويلي، چې پر زاپوريژيا اټومي بټۍ دا ډول بريدونه ناورين رامنځته کوي او په جدي توګه يې خبرداری ورکړی، چې له اور سره مخه لوبېږئ.

د دې بريدونو په اړه روسيه او اوکراين دواړه يو بل تورنوي. موده وړاندې اوکراين تور پورې کړ چې روسي ځواکونو پر زاپوريژيا اټومي بټۍ ډزې کړې؛ خو روسيې بيا ويلي، چې دا کار په خپله اوکرايني ځواکونه کوي او پر زاپوريژيا بريدونه د فشار وسيلې په توګه کاروي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...