Home » افغانستان » د اوسپنې پټلۍ ادارې په يوه کال کې ۲.۵ مېليارد افغانۍ عوايد راټول کړي

د اوسپنې پټلۍ ادارې په يوه کال کې ۲.۵ مېليارد افغانۍ عوايد راټول کړي

د اوسپنې پټلۍ ادارې مسوولان ولس ته د حکومت د حساب ورکولو په پروګرام کې څرګنده کړه چې دې ادارې د يوه کال په ترڅ کې ۲.۵ مېليارد افغانۍ عوايد راټول کړي دي.

د دې ادارې مسوولانو نن پنج‌شنبه د (زمري په ۱۳مه) خبري کنفرانس په ترڅ کې د خپلو کلنيو هڅو او فعاليتونو راپور وړاندې کړ. دوی وايي، چې په دې موده کې د انتقالاتو له پلوه ټول‌ټال ۳.۵ ميليون مټريک ټن سوداګريز او غير سوداګريز توکي لېږدول شوي دي.

په دې راپور کې د اوسپنې ادارې اړوند د ټولو توکو ساتنه او مراقبت، ايران او ازبکستان ته د دې ادارې د پلاوو سفر، د تشکيلاتي جوړښت بيا کتنه او سمون، د سوداګريزو او غېر سوداګريزو توکو لېږد او دغه راز د نيمه پاتې پروژو د کارونو بيا پيلول د خپلو يو کلنو لاسته راوړنو په توګه ياد کړل.

د يادې ادارې سرپرست رئيس بخت‌الرحمن شرافت ننني کنفرانس ته وويل، چې د يوه کال په ترڅ کې توانېدلي څو ۳ميليون ۴۵۶زره او ۸۴۲ مټريک ټن په اندازه بېلابېلو هېوادونو ته توکي ولېږدوي او زياتوي چې له دې درکه ۲مېليارده ۵۸۱ميليون ۵۸۹زره اوو ۴۸۲ افغانۍ عوايد ترلاسه کړي.

نوموړي زياته کړه، چې دامهال افغانستان ۲۳۰ کيلومټره د اوسپنې پټلۍ لري او شاوخوا ۴زره تنه د اقينې او خيرتان بندرونو د اوسپنې په پټلۍ کې پر تخليې، بارولو او نورو خدمتونو پر وړاندې کولو بوخت دي.

په ورته وخت کې د اوسپنې پټلۍ مسوولانو د وروستي کال پرمهال د ايران د لارو او ښار جوړونې له وزارت سره د اورګاډي پټلۍ او دغه راز د نيمه پاتې پروژو د تطبيق کولو په موخه د محصلانو د روزنې په اړه د همغږۍ له کولو هم خبر ورکړ.

دوی زياته کړه چې دامهال ياده اداره د خواف-هرات د اوسپنۍ پټلۍ د درېيمې برخې د کارونو  بشپړولو په هڅه کې دي. مسوولانو ډاډ ورکړی چې د اقينې-اندخوی د اوسپنۍ پټلۍ د جوړولو چارې به هم په راتلونکي کې بشپړې شي.

د اوسپنې پټلۍ ادارې مسوولانو وويل، ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې د پاکستان او ازبکستان پلاوي د افغان ټرانس پروژې په اړه چې د افغانستان له لارې سويلي اسيا له منځنۍ اسيا سره نښلوي، تخنيکي بحثونه پيل کړي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پاکستان شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال بندیان کړي

په اسلام اباد کې د ...