د حماس یو چارواکي (یکشنبې، مرغومي ۱۶مه) ویلي چې له اسراییلو سره د اوربند په اړه په راتلونکي احتمالي تړون کې دا غورځنګ د ۳۴ برمته شویو کسانو د خوشې کیدو لپاره چمتو دی.
حماس په داسې حال کې دغه اعلان کړی چې اسراییلو منلې چې په قطر کې د حماس سره د اوربند او برمته شویو کسانو د خوشې کېدو پر سر د موافقې په تړاو غیرمستقیمې خبرې پیل شوې دي.
د ویلو ده چې قطر، مصر او متحده ایالات له څو میاشتو راهیسې په غزې کې د اسراییلو او حماس ترمنځ اوربند په خبرو کې منځګړتوب کوي، خو په دغه خبرو اترو کې د هوکړې لپاره خنډ دا دی چې اسراییل په دایمي توګه اوربند ته نه راضي کېږي.
د غزې د روغتیا وزارت د راپور له مخې، په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې تر اوسه د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۵زره او ۸۰۵ کسان وژل شوي دي.