Home » اقتصادی » د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره:په زابل کې د اوبو او بریښنا څلور لوی بندونه جوړیږي
رویداد خبري آژانس

د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره:په زابل کې د اوبو او بریښنا څلور لوی بندونه جوړیږي

د افغانستان د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره وایي، چې په زابل ولایت کې د اوبو او برېښنا څلور بندونه په لاره اچول شوي چې ډېر ژر به یې د جوړولو چارې پیل شي.

دغه ادارې پرون د چهارشنبې په ورځ (دچنګاښ ۱۶مه نېټه) په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې  د دې بندونو د جوړولو تړونونه د ملي پراختیا له شرکت سره لاسلیک شوي دي چې پردې بندونو به دوه میلیارډه افغانۍ لګښت راشي.

په اعلامیه کې راغلي چې د دې بندونو په جوړولو سره به په ټولیزه توګه ۲۱ میلیونه متره مکعب اوبه مدیریت کیږي، چې په حدود د ۵۳۶۲ هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبوي، چې د درې اعشاریه څلور پنځوس مېګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري او په زرګونه هېوادوالو ته به د کار زمینه برابره شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...