د افغانستان د اوبو د چارو تنظیم ملي اداره وایي ټاکل شوې نن سې شنبه (د غویي ۷مه نېټه) په ۲۱ ولایتونو کې د ۴۲ لویو بندونو د جوړولو تړونونه لاسلیک او چارې یې عملآ پیل شي
د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، د دغه بندونو په جوړولو ۵۷۲ ميليونه ډالر لګښت راځي چې په بشپړېدو سره به يې ۶۵ مېګا واټه برېښنا تولید کړي.
په ولسمشر ماڼۍ کې نن په دې اړه ځانګړي مراسم نیول شوي دي.
په ورته وخت کې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د معلومات له مخې نن سې شنبه د اوبو او برېښنا د مدیریت اوونۍ پيل شوه چې په ترڅ کې به یې لسګونه بشپړ شوې پروژې ګټې اخېستنې ته وسپارل شي او د سلګونو نورو پروژو کارونه به هم پيل شي.