Home » سپورټ » د انګلستان اوپنر توپوهونکی ټام بېنټن او د مشهورتیا پړاو
رویداد خبري آژانس

د انګلستان اوپنر توپوهونکی ټام بېنټن او د مشهورتیا پړاو

د پاکستان او انګلستان کرکټ لوبډلو ترمنځ لومړۍ شل اوریزه لوبه د اګسټ په ۲۸ مه د افغانستان پر ۱۰ نیمو بجو پیل شوه.

لوبه کې د توپوهنې پیل انګلستان وکړ، چې اوپننګ یا پیل ټام بېنټن او جاني بېرسټو وکړ.

ټام بېنټن خپله چټکه لوبه نندارې ته وړاندې کړه، که څه هم له هغه سره د انګلستان بل پیاوړي اوپنر یا پیلیز توپوهونکي جاني بېرسټو ژر ملګرتیا پرېښوده او یوازې دوې منډې یې جوړې کړې، خو د باران تر راتګه پورې ټام بېنټن د پاکستان کرکټ لوبډلې د توپ اچونې مظبوطې کړۍ بې اغېزې کړې او خپله توپاني توپوهنه یې وکړه.

رویداد خبري آژانس

هغه ۴۲ توپونه ولوبول، د ۵ شپږیزو او ۴ څلوریزو په مرسته یې ۷۱ منډې وکړې.

هغه ۱۵۹ سټرایک رېټ ولوباوه او دا د دې څرګندونه کوي، چې نوموړی یو وړ او چټک توپوهونکی دی.

ټام بېنټن د انګلستان په لوبډله کې د پیلیز توپوهونکي په توګه د انګلستان د بل پیاوړي اوپنر توپوهونکي جېسن رای پرځای اخېستل شوی او د پاکستان خلاف لوبې به لوبوي.

جېسن رای ټپي دی او د انګلستان د کرکټ بورډ په خبره هغه به ونشي کولای چې د پاکستان خلاف لوبه کې ولوبېږي.

خو د انګلستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټه وایي، چې د جېسن رای پر ځای د ټام بېنټن په راخېستلو سره نه دي دوکه شوي او انتخاب یې پرځای دی.

له اورښت وړاندې د ټام بېنټن غوره توپوهنه د دې لامل شوه، چې انګلستان په ۱۶ اورونوکې ۱۳۱ منډې وکړي او خپلې شپږ وېکټې له لاسه ورکړي.

له دې وروسته لوبه باران وځنډوله او بالاخره لغوه هم شوه.

ټام بېنټن او د مشهورتیا پړاو یې

بېنټن ۲۱ کاله عمر  لري او په ۱۹۹۹ م کال کې د انګلستان په چېلټم سیمه کې زېږېدلی دی.

څلور شل اوریزې لوبې یې کړي دي او د پاکستان خلاف یې همدا ۷۱ منډې تر ټولو لوړې دي.

خو په سوداګریزو لیګونوکې په اسټرالیا بېګ باش لیګ، د عربو په لس اوریز لیګ، د انګلستان په بلاسټ لوبو او سي پي اېل کې هم لوبېږي.

هغه وروسته له هغې ډېر مشهور شو، چې په ۲۰۱۹ کال کې یې د سمرسېټ لوبډلې په ګټه خورا شانداره توپوهنه وکړه.

نوموړي د کېنټ لوبډلې خلاف چې محمدنبي عیسی خېل هم ورسره دی، خطرناکه توپوهنه وکړه او له هغې وروسته بیا په بېګ کرکټ لیګ کې هم ولوبېد.

خو له دې وروسته د انګلستان کرکټ لوبډلې پام ور واوښت او خپلې ملي لوبډلې ته یې جذب کړ.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...