Home » سیمه او نړی » د امنیت شورا لخوا په غزه کې د اوربند پرېکړه‌لیک تصویب شو

د امنیت شورا لخوا په غزه کې د اوربند پرېکړه‌لیک تصویب شو

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوشنبه د غبرګولي ۲۱مه د اسراییلو او حماس ترمنځ د غزې په تړانکه کې له اوربند څخه د امریکا د ولسمشر جو بایډن له وړاندیز څخه ملاتړ کړی دی.

د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا لخوا د وړاندیز شوی پرېکړه‌لیک د جو بایډن د طرحې په ملاتړ د امنیت شورا د رایو ورکولو په پروسه کې روسیې ممتنع رایه کارولې، خو پاتې ۱۴ غړو ترې ملاتړ کړی دی.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې، لیندا توماس گرینفیلډ له رایو ورکولو وروسته شورا ته وویل: “نن موږ سولې ته رایې ورکړې.”

دا پرېکړه‌لیک له هغه نوي وړاندیز شوي اوربند څخه ملاتړ کوي، چې اسراییلو منلی او حماس هم ورسره موافقه کړې ده.

دا پرېکړه‌لیک له دواړو لوریو غواړي چې د یاد سند شرطونه له ځنډ او خنډ پرته په بشپړه توګه عملي کړي.

حماس د دې پرېکړه‌لیک له منلو خوشحاله دی او په یوه اعلامیه کې یې ویلي چې د دې پرېکړه‌لیک عملي کولو ته تیار دي.

امنیت شورا د مارچ په میاشت کې هم د بېړني اوربند او له حماس څخه د نیول شویو کسانو د خوشي کولو غوښتنه کړې وه، خو دا غوښتنه تر اوسه نه وه منل شوې.

د ویلو ده چې له څو میاشتو راهیسې د امریکا، مصر او قطر مذاکره‌کوونکي په ګډه په غزه کې د اوربند هڅې کوي.

د راپورونو له مخې چې پر غزې د اسراییلو لخوا د بریدونو له پیله تر اوسه څه باندې ۳۷زره فلسطینیان وژل شوي دي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...