ټاکل شوې چې د ملګروملتونو امنیت شورا نن د تړلو دروازو تر شا په افغانستان کې د طالبانو د حکومت لهخوا د ملګروملتونو پر ښځینه کار کوونکیو د کار بندیز په اړه بحث وکړي.
دا وروسته له هغې چې د ملګروملتونو چارواکو د طالبانو د حکومت لهخوا د دې نړیوالې ادارې پر ښځینه کارکوونکو د کار بندیز د ملګروملتونو له منشور څخه سرغړونه بللې او سمدستي یې د هغه د لیرې کېدو غوښتنه کړې.
په افغانستان کې د ملګروملتونو د بشري چارو همغږي کوونکی او د یوناما مرستیال رامزالاکبروف فرانس پرېس ته وویل، په دغه بندیزسره د ملګروملتونو له منشور څخه سرغړونه شوې.
نوموړي ويلي، دا واضح ده چې هیڅ چارواکي نهشي کولای چې ملګروملتونو ته لارښوونه وکړي چې څوک باید په کارونو وګماري.
الاکبروف ټینګار وکړ چې موږ به له دغو اصولو تېر نهشو.