Home » افغانستان » د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون توشیح شو

د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون توشیح شو

د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون په څلورو څپرکو او ۳۵ مادو کې د ا.ا د مشر لخوا توشیح او نافذ شوی دی.

د دې قانون له مخې، د ښځينه وو د ټول بدن او مخ پټول اړین دي او په عامه ځایونو کې د ښځينه وو په لوړ اواز قرائت کول او د نعتونو لوستل عورت بلل کېږي.

په ورته وخت کې په دې قانون کې ټینکار شوی چې ښځینه وو جامې باید نرۍ، لنډې او تنګې نه وي او متعه نکاح هم ناجایزه بلل شوې ده.

ویل شوي چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر محتسبین مکلف شوي چې مسافر وړونکي او نور موټر د بې حجابه او له عاقل، بالغ او شرعي محرم پرته د ښځو له وړلو ډډه وکړي د نشه یي توکو او موسیقي د خپرولو مخه ونیسي.

د یاد قانون په څورلسمه ماده کې راغلي چې له نامه لاندې تر ګونډو پورې نارینه هم عورت دی او اړ دي چې د ساعترۍ، سپورټ پر مهال داسې جامې واغوندي چې بدن یې پټ وي او تنګ هم نه وي.

د دې قانون د اوولسمې مادي پر اساس محتسب باید د مطبوعاتو او اطلاعاتو مسوولین د هغو معلوماتو له خپرولو منع کړي چې د شریعت خلاف وي او همداراز هغه معلومات چې مسلمانانو د توهین او سپکاوي لامل شي او د حیواناتو انځورونه پکې وي.

په دې قانون کې محتسبین مکلف شوي چې د ږېرې له خرېیلو، کمولو، د شریعیت خلاف د وېښتانو جوړول، د نوي کال، یلدا شپه او نورو هغو ورځو له نمانځلو چې په شریعت کې نشته، په جمعه د لمانځه نه کول او قضا کول، د صلیب نښو کارول، نکتایي او نورې غیري شرعي نښې د خلکو حق خوړل او د مور او پلار د خبرو له نه منلو مخنیوی وکړي.

د دې قانون له مخې، سرغړوونکو ته به لومړی د محتسبینو لخوا، نصحت، توصیه او جزا ورکول کېږي او په بل پړاو کې به له یو ساعت څخه تر ۲۴ساعتونو او له یوې ورځې تر دریو ورځو پورې په عمومي زندان کې زنداني کېږي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...